الماني - پښتو Deutsch-Paschto

الماني - پښتو Deutsch-Paschto الماني د پښتو له لارې زده کړئ

30/08/2026

د all په اړه یو لوست

All [n] نړۍ، دنیا
all ټوله، ګرده
er hat all sein Geld verloren ده ټولې خپلې پیسې له لاسه ورکړې
alle ټوله، ګرده، تمام
das Brot ist alle ډوډۍ تمامه شوې ده
alle beide هر دواړه
alle drei von uns زموږ ټوله درې واړه
alle 2 Jahre هر دوه کاله
auf alle Fälle په هره توګه
alle auf einmal ټوله یوځل
in aller Eile په ټوله بېړه سره
alles in allem ټول په ټول کې، مجموعه
in aller Ruhe په ټوله آرامۍ سره
mit allen Mitteln په هره وسیله
vor allem تر هر څه مخکې، په ځانګړې توګه
wir alle موږ ټوله
aller Anfang ist schwer د هر کار پیل سخت دی
trotz allem له دې سره سره
trotz alledem له دې ټولو سره سره
alles Gute!
بریالیتوب مو غواړم!، هرڅه ښه مو په برخه!
ist das alles? آیا همدا دی؟، آیا ټوله همدا دي؟
alles hat einmal seine Grenze هر څه کچه او پوله لري
was hast du alles gemacht? څه کارونه دې کړي دي؟
alles mögliche tun هر شونې کار ته لاس اچول
jemanden über alles lieben له یو چا سره علاقه (مینه) لرل
alles, was ich gehört habe هر څه چې ما اوریدلې دي
Bücher aller Art هر ډول کتابونه
er ist zu allem fähig دی د هر کار توان لري


07/08/2026

دا نو څه ګټه لري؟
Was bringt denn das? / Welchen Nutzen hat das denn?

زه کومه حلار نه لرم.
Ich finde keinen Ausweg. / Ich habe keine Lösung.

خیر خو دی کنه؟
Ist denn alles in Ordnung?

نن راته ډېر کارونه پراته دي.
Heute habe ich einen Haufen Dinge zu tun.

په ټیټه بیه کتاب تر لاسه کړئ!"د آلماني ژبې لنډ ګرامر" په بهرنیو هېوادونو کې د ژبې زده کړه د ټولو ستونزو د حل کلي ده. چې ...
06/08/2026

په ټیټه بیه کتاب تر لاسه کړئ!

"د آلماني ژبې لنډ ګرامر"

په بهرنیو هېوادونو کې د ژبې زده کړه د ټولو ستونزو د حل کلي ده. چې ژبه زده کړې، یو مسلک به زده کړې، چې مسلک دې زده کړ نو يوه دنده به ولرې.

زما له خوا لیکل شوی " د آلماني ژبې لنډ ګرامر " کتاب همدا اوس د آلماني ژبې د زده کړې مینه وال په ټیته بیه تر لاسه کولای شي.

دلته په اروپا کې د دې کتاب پر چاپ ډېر لګښت راغلی دی او زما په شخصي لګښت خپور شوی دی، خو ما پر هغه سربېره د کتاب بيه لږ ټاکلې ده، تر څو چې ډېرو خلکو ته د لاسرسي وړ وګرځي.

د کتاب ځانګړنې:
ژبه: پښتو
مخونه: ٣٧٦
متن: تور سپین
پوښ: رنګه او کاغذی
کاغذ: اعلی
څپرکي: ٤٣
فورمات: A5
وزن ٦٠٠ ګرامه
چاپ نېټه: ٢٠٢٢/١٠/٣١

د اوس وخت لپاره یوازې زه کولای شم چې کتاب د پوسټې له لارې ولېږم. ما لږ ټوکونه چاپ کړي دی.
بیه:
- د اتریش ګاونډي هېوادونو ته لکه جرمني، سویس، چک، سلواک، ايټاليا، هنګري او سلووینیا د پوستې له لګښت سره: 25 یورو
- په اتريش کې:
لاس په لاس 15 یورو
د پوستې له لارې 20 یورو

که ډېر کسان یو وار ډېر ټوکونه واخلي، بیا نو د پوسټې لګښت بېخې لږ کېږي.

مننه، مینه او درناوی


20/06/2026

د ساکښنې (تنفس) په اړه یو لوست

Atem [m] سا، نفس
den Atem anhalten سا نیول
Ich bin außer Atem سا مې وتلې ده، سا مې پرې شوې ده
außer Atem kommen له سا څخه لوېدلی
atemberaubend هیجاني
Atembeschwerden [pl] ساتنګي، تنفسي شکایتونه
unter Atembeschwerden leiden د ساکښنې (تنفسي) شکایتونه
atemlos بې سا
Atemwege [pl] د ساکښنې (تنفسي) لارې
Atemzug [m] سا، نفس
atmen [hat] ساکښل
tief atmen ژوره ساکښل
frei atmen آزاده ساکښل
Atmen [n] ساکښنه (تتفس)
Atmung [f] (تنفس) ساکښنه
Ausatmen [n] ساایستنه
Einatmen [n] سااخیستنه

14/05/2026

ځینې کړونه له خپلو سربلونو سره

anfangen mit (Dat.) پر یو څه پیلول/ یو څه پیلول
Du sollst mit dieser Arbeit anfangen.
‎ته باید پر دغه کار پیل وکړې!. (ته باید دغه کار پیل کړې!)

sich bedanken für (Akk.) د یو څه لپاره مننه کول
Ich bedanke mich für deine Hilfe.‎زه ستا مرستې لپاره مننه کوم

sich bedanken bei (Dat.) له یو چا څخه مننه کول
Du sollst dich bei mir bedanken.
‎ته باید له ما څخه مننه وکړې!

sich ärgern über (Akk.) پر یو څه غوسه کېدل
Er hat sich über deine sinnlose Frage geärgert.
‎هغه ستا پر بې مانا پوښتنه غوسه شو.

sich beschweren bei (Dat.) یو چا ته ګیله/شکایت کول
Du sollst dich bei dem Verkäufer beschweren.
‎ته باید پلورونکي ته شکایت وکړې.

sich beschweren über (Akk.) د یو څه په اړه شکایت کول
Er hat sich über dein Verhalten beschwert.
‎هغه ستا له چلند څخه شکایت وکړ.

sich freuen auf (Akk.) یو څه ته خوښېدل
Sie freut sich auf dein Wiedersehen.
‎هغه ستا پر بیا لیدو خوښېږي.

sich freuen über (Akk.) پر یو څه خوښېدل
Ich freue mich über deinen Erfolg.
‎زه ستا پر بريیالیتوب خوښ یم.


Adresse

Linz

Webseite

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von الماني - پښتو Deutsch-Paschto erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Verknüpfungen

Teilen

Kategorie