اقتصادي درسونه

اقتصادي درسونه دا پاڼه د اقتصاد مینه والو او زده کوونکو لپاره پر اقتصادي موضوعاتو لیکنې، اقتصادي معلومات او اقتصادي خبرونه خپروي.

07/17/2022

د نورو جالبو لیکنو لپاره درسره دا پاڼه هم لایک او فالو کړئ:

نوښتګر ستاسو د کاري،‌ مسلکي،‌ ښوونیز او ټولنیز ژوند اړوند مطالب خپروي.

07/16/2022

د عاید، سپما او لګښت ترمنځ اړیکه
لیکنه: نصیر کوټوال

په اقتصاد کې نږدې هر ډول بدلون او کړنې علت او لاملونه لري. قیمت د عرضې او تقاضا له امله بدلون کوي، تقاضا بیا له عرضې سره اړیکه لري او عرضه بیا په تقاضا پورې تړلې ده. د یو بل پر واړاندې د یادو شیانو بدلون د اقتصادي قوانینو له مخې توضیح شوی، د بېلګې په ډول د قیمت په وړاندې د عرضې او تقاضا بدلون د عرضې او تقاضا د قانون په نوم یادیږي. له دغو قوانینو څخه د کم پیداکېدنې scarcity په څېرځینې یې داسې دي چې د وګړو کړنې او اراده ورته بدلون نه شي ورکولای. کمه پيداکېدنه د طبیعت داسې یو اقتصادي قانون دی چې د اقتصاد علم له همدغه څخه سرچینه اخیستې ده. اصلاً د اقتصاد علم هغه لارې چارې راسپړي او څیړي، د کومو په وسیله چې د کمیابۍ له امله محدودې سرچينې د خپلو بې پایه او نا محدودو غوښتنو د پوره کولو لپاره کاروو خو که کمیابي نه وه او هر څه پرېمانه وو، نو بیا اقتصاد او اقتصادیت ته هم اړتیا نه وه.
د یوه وګړي او په ټوله کې د یو اقتصادي جریان لګښتونه په عاید پورې تړلې دي. وګړي د خپل واک لاندې عاید Disposable Income څخه لګښتونه کولای شي. تر واک لاندې عاید هغه عاید دی چې د مالیې له ورکړې وروسته یوه وګړي ته پاتې کیږي. د یوه وګړي لګښت او مصرف په همدغه واک لاندې عاید پورې تړلی دی. په اقتصاد کې په عاید پورې د لګښت دغې تړلتیا د یو تابع په وسیله چې د مصرف تابع یې بولي، ارایه او ښودل کیږي. د دې اړیکې او تابع له مخې کله چې عاید زیاتیږي نو لګښت هم هممهاله ور سره زیاتوالی مومي، خو په یاد لرئ چې د لګښت دغه زیاتوالی د عاید په وړاندې متناسب زیاتوالی نه دی، ډېروالی او کموالی په کې رامنځته کیږي. که په تخنیکي ژبه یې ووایو نو د عاید او لګښت په ګراف کې میل پورته لور ته وي خو تل له یو څخه کم وي، یعنې ياد دواړه مقدارونه مساویانه بدلون نه کوي تر څو چې میل یا slope یې یو شي. په عمومي ډول له عاید سره د لګښت اړيکه په لاندې ډول ده:
لګښت = خپلواک لګښت + د لګښت وروستى تمایل X په واک کې عاید
خپلواک لګښت هغه لګښت دی چې د عاید له شتون څخه پرته هم تر سره کیږي ځکه که یو وګړی هېڅ عاید هم و نه لري نو د ژوندي پاتې کېدو لپاره به خامخا يو څه لګښت لري. وګړي دا ډول لګښت ښايي له خپلو سپماوو څخه تامین کړي او یا هم د راتلونکي احتمالي عاید له امله خپلو دا ډول لګښتونو ته ادامه ورکړي. که وګړي ډېره سپما ولري او یا په راتلونکې کې د ډېر عاید د لاس ته راوړو تمه ولري، نو دا ډول لګښتونه به یې هم ډېر وي.
د لګښت وروستى تمایل Marginal Propensity to Consume په دې معنا دی چې د وګړو د عاید د زیاتوالي له امله د هغوی لګښت څومره زیاتوالی مومي. کله چې د لګښت نهایي تمایل له یو څخه کم وي، دا په دې معنا ده چې وګړي خپل ټول عاید نه مصرفوي بلکې د هغه یوه برخه سپموي. یو ته د وروستي لګښت د تمایل نږدېوالی په دې معنا دی چې لګښت د واک لاندې عاید سره ډیر نزدې او حساس دی او په دغه صورت کې وګړي ډیره سپما نه شي کولای، خو که دغه مقدار له یو څخه څومره را کمېږي په هماغه اندازه د ډیرې سپما چانس رامنځته کیږي. د ښه روښانتیا لپاره باید د وروستي تمایل په محاسبې ځان وپوهوو.
که د یوه وګړي عاید له ۱۰۰۰ څخه ۲۰۰۰ افغانیو ته لوړ شي او په مقابل کې یې لګښت د ۹۰۰ څخه ۱۶۰۰ ته لوړ شي نو د لګښت نهایي تمایل یې داسې محاسبه کوو
د لګښت نهایي تمایل = په لګښت کې توپیر/ په عاید کې توپیر = 1600 – 900 /2000 – 1000 = 700 /1000 = 0.7 = 70%
یعني یو وګړی د خپل عاید تر ډېروالي وروسته د خپل عاید اویا سلنه مصرفوي او پاتې دېرش سلنه یې سپموي. باید يادونه وکړو چې د سپما وروستى تمایل یا Marginal Propensity to Save هم کټ مټ د لګښت د نهایي تمایل په څېر محاسبه کېږي چې د عاید په توپیر باندې د پس انداز توپیر وېشل کیږي. د سپما وروستى تمایل هېڅکله هم یو نه شي کېدای ځکه وګړو ته ستونزمنه ده چې خپل ټول عاید سپما کړي او کوم لګښت دې ونه لري. په پای کې د ځینو هغه عواملو څخه چې د یو وګړي په لګښت او پس انداز کې مهم رول لري په لنډ ډول یادونه کوو:
عاید: لکه مخکې مو چې وویل د وګړو د لګښت او سپما لويه سرچينه د هغوی عاید دی.
د پور اسانتیاوې: که وګړي هېڅ عاید ونه لري نو بیا هم د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره د پور له اسانتیاوو څخه ګټه اخلي، پیسې په پور اخلي او د خپل ژوند اړتیاوې پرې پوره کوي. البته په دغسې حالاتو کې پس انداز یو څه ستونزمن دی.
د عاید وېش: د عاید برابر وېش د وګړو د لګښت ځواک پیاوړی کوي، دا ډیره مهمه اقتصادي مسله ده ځکه که عاید یوازې د یو څو کسانو لاسونو ته ورځي نو هغوی به تر خپلو اړتیاوو وروسته ټول عاید پس انداز کوي او طبعاً یوازې د دغو کسانو اړتیاوې دومره نه دي چې اقتصادي جریان دې په حرکت راولي.
د مالیې اندازه: لوړې مالیې د وګړو په واک کې عاید د کموالي لامل کیږي او دغه چاره په خپل وار سره لګښتونه او پس اندازونه راکموي.
د راتلونکې اټکلونه: که وګړي په راتلونکې کې د بیو له لوړوالي څخه په وېره کې وي نو په خپل موجوده لګښت کې زیاتوالی راوړي او د خپلې اړتیا وړ توکې رانیسي. همدارنګه وګړي د داسې حالاتو د راتلو په موخه خپل پس اندازونه هم غښتلي کوي.

07/15/2022

نصیر کوټوال

تعرفه څه ته وایي؟په ساده ډول ویلای شو چې؛ تعرفه Tariff د مالیې هغه ډول دی چې د هیوادونو تر مینځ له سرحد څخه پر تیریدونکو...
07/15/2022

تعرفه څه ته وایي؟

په ساده ډول ویلای شو چې؛ تعرفه Tariff د مالیې هغه ډول دی چې د هیوادونو تر مینځ له سرحد څخه پر تیریدونکو تولیداتو ایښودل کیږي. تعرفه په وارداتو او صادراتو دواړو وضع کیږي خو مشهور ډول یې پر وارداتو تعرفه ده. په صادراتو تعرفه په ډیرو کمو مواردو کې د پرمختللې هیوادونو او یا د هغه هیوادونو له لوري وضع کیږي چې د یو ځانګړي توکي په صادراتو کې تر نورو مخکې وي. د بیلګې په ډول، د تیلو صادروونکي هیوادونه د تیلو د صادراتو څخه ځانګړې مالیه اخلي تر څو په نړیوال بازار کې د تیلو قیمتونه لوړ کړی او له بله اړخه د نوموړې تعرفې له لارې د خپل عاید اندازه لوړه کړي.

تعرفه د دوو موخو لپاره ټاکل کیږي، د ګټې په موخه او یا هم د کورني صنعت د ساتنې په موخه. ساتندویه protective تعرفه هغه تعرفه ده چې یو هیواد ته د واردیدونکو توکو د مقدار د کمښت په موخه کارول کیږي او له دې لارې هغه کورني تولید کوونکي ساتي چې د بهرنیو ورته توکو سره رقابت ولري. د ګټې د لاس ته راوړلو تعرفه بیا د تعرفې هغه ډول دی چې دولت یې د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه په صادراتو او وارداتو دواړو وضع کوي. د ځینو پرمختللو هیوادونو لپاره تعرفه د عاید د لاس ته راوړلو لویه سرچینه ده. په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې د تعرفې څخه لاس ته راغلي عوایدو د نیوزیلانډ د دولتي عوایدو څه له پاسه یو پنځوس سلنه جوړوله.

د تعرفو ډولونه: تعرفې لاندې ډولونه لري.

لومړی – ثابته یا ټاکلې تعرفه: دا د تعرفې هغه ډول دی چې د واردیدونکي تولید د هر واحد لپاره مخکې له مخکې ټاکل شوې وي. د بیلګې په ډول د موبایل د هر تلیفون، د تلویزیون د هر سیټ او نورو لپاره ټاکل شوې تعرفه. ثابته تعرفه د تعرفې د نورو ډولونو په پرتله په اسانۍ سره تطبیق او اداره کیدلای شي.

دوهم – ترکیبي تعرفه: ترکیبي یا Compound Tariff د تعرفې هغه ډول دی چې د خامو موادو سره یو ځای د صنعتي تولیداتو لپاره ټاکل کیږي. یعنې که یو توکی را واردیږي نو په هغه کې د شاملو خامو توکو لپاره هم د تعرفې یوه ځانګړي فیصدي ټاکل کیږي. د دې کار موخه د کور دننه د خامو موادو د عرضه کوونکو حمایه او ساتنه ده. د دې تر څنګ نوموړې تعرفه د کارتمامو توکو تولیدونکي صنعتونه هم ساتي. د بیلګې په ډول که په ټوکر باندې وارداتي تعرفه ایښودل کیږي نو باید پکې شاملو خامو موادو لکه مالوچو، وریښمو او نورو باندې هم ځانګړې ټیکس یا تعرفه وضع شي. دلته به له یوه لوري د هیواد دننه د خامو موادو عرضه کوونکي لکه هغه بزګران چې پنبه، وریښم او نور تولیدوي حمایه شي او له بله اړخه به د ټوکر داخلي صنعت له بهرنیو تولیداتو د رقابت څخه په امن شي.

د تعرفې د دغه دواړو ډولونو موخه د دولت عواید او د کورنیو تولیداتو ساتنه ده، ځکه خو د نوموړو تعرفو قیمتونه باید په داسې ډول وټاکل شي چې نوموړې موخه تر لاسه کړلای شي.
www.nawakhtgar.com

خبرونه • اقتصاد بېل ګېټس وایي خیراتونه به مې خیر ته کښینوي! 18 ساعته مخکې تېره چهارشنبه بیلګیټس اعلان وکړ چې خپله ټوله شتمني خپل او د خپلې پخوانۍ ښځې خیريه بنسټ ته ورک....

07/14/2022

تېره چهارشنبه بیلګیټس اعلان وکړ چې خپله ټوله شتمني خپل او د خپلې پخوانۍ ښځې خیريه بنسټ ته ورکوم. هغه وایي د روانې میاشتې تر پایه به نوموړي بنسټ ته شل ملیارده

07/14/2022

لیکنه: امین ستانیکزی

07/13/2022

لیکونکی: طیب الله مشال

07/12/2022

نن سه شنبه یو ډالر له یو یورو سره تبادله کیده. د ډالرو او یورو د ارزښت دا مساوي والی نږدې شل کاله وروسته پیښیږي. تېر ځل د ۲۰۰۲ کال په ډسمبر کې یورو له ډالر

06/30/2022

عبدالوافي نایبزی

/
06/29/2022

/

لیکنه: امین ستانیکزی

Address

41 Maroma Street
Ottawa, ON
K4A1A3

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اقتصادي درسونه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to اقتصادي درسونه:

Share