Nuristan Higher Education Institute Department Of Chemistry &Biology

Nuristan Higher Education Institute Department Of Chemistry &Biology Informations de contact, plan et itinéraire, formulaire de contact, heures d'ouverture, services, évaluations, photos, vidéos et annonces de Nuristan Higher Education Institute Department Of Chemistry &Biology, Enseignement supérieur, Democratic Republic of the.

د پايلیکونو دریمه ورځد نورستان لوړو زده کړو مؤسسي رﺉیس مفتي نعمت الله اعزازي مالي او اداري چارو معاون ناکيم ځدران د کېمي...
21/08/2024

د پايلیکونو دریمه ورځ
د نورستان لوړو زده کړو مؤسسي رﺉیس مفتي نعمت الله اعزازي مالي او اداري چارو معاون ناکيم ځدران د کېميا اوبیولوژي څانګې د مونوګرافونو دفاع څخه لیدنه وکړه.
د کېميا اوبیولوژي څانګه

له څلور کلنې تحصیلي دورې له پایليکونو څخه دفاع غونډې پیل شوې.نېټه: ۱۴۰۳/۵/۲۹ هـ ش ــ ۱۴۴۶/۲/۱۴ هـ ق. د دوشنبې ورځ.د نورس...
20/08/2024

له څلور کلنې تحصیلي دورې له پایليکونو څخه دفاع غونډې پیل شوې.
نېټه: ۱۴۰۳/۵/۲۹ هـ ش ــ ۱۴۴۶/۲/۱۴ هـ ق. د دوشنبې ورځ.
د نورستان لوړو زده مؤسسې دښوونې اوروزنې پوهنځی کېميا اوبیولوژي څانګې په ډېر وياړ سره د خپلې لومړۍ دورې د زده کړيالانو د پایليکونو دفاع غونډې پیل کړې.
د پایليکونو څخه د دفاع په مراسمو کې د کېميا اوبیولوژي څانګې آمر پوهنیار مالک الرحمن مقبل، د څانګې استادانو پوهنیار وحیدالله زرغون، پوهنیارشکرالله نوري، یوشمیر نورو استادانو او زده کړيالانو ګډون درلوده.
غونډه د کېميا اوبیولوژي څانګې يو تن زده کړيال قاري عمران د قرآن کريم په خواږه تلاوت پیل کړه ورپسې دکېميا اوبیولولوژي څانګې آمر پوهنیار مالک الرحمن مقبل د پرانیستې او زده کړيالانو ته د پند ډکه وینا وکړه، په پیل کې یې د فراغت په درشل کې زده کړيالانو او د دوئ کورنيو ته مبارکي وویله. دا رنګه زیاته یې کړه چې تاسې د هېواد ريښتیني بچیان یاستئ، تاسې وئ چې په ډېرو سختو شرایطو کې مو څلور کاله وړاندې خپله زده کړيیزه دوره پیل کړه او په پوره زیار او هڅو مو ځانونه تر دې ځایه راورسول، همدرانګه زده کړيالانو ته یې د راتلونکو نورو لوړو زده کړو، دخپل مسلک سره د مينې اوپه دنده کې په اخلاص،صداقت اوریښتینوالۍ باندې ټينګار وکړ .
غونډه په دوعايه کلام سره پای ته ورسېده زده کړيالانو د خپلو استادانو سره يو ځای په خپل ښایسته شوي تالارکې د مونوګراف دفاع پیل کړې چې د زده کړيالانو د شمېر په تناسب به دفاع غونډې څو ورځې نور هم دوام ولري.
د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا او بیولوژي څانګه به د خپلو (٢٠) تنو فارغېدونکو زده کړيالانو دفاع ګانې ترسره او د خدمت لپاره به یې ټولنې ته وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې دغه کتله زده کړیالان د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا او بیولوژي څانګې د لومړۍ دورې فارغين دي
د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا او بیولوژي څانګې استادان فارغېدونکو زده کړیالانو ته د غوره خدمت هېله کوي.

د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا او بیولوژي څانګه!

18/04/2024

د پسرلني جفت سمستردرسونود پيل خبرتیا!
دکېميا اوبیولوژي څانګې ټولو محصیلینو ته خبر ورکول کيږي چې پسرلني جفت سمستر درسونه په1403/2/1 نيټه پيل کيږي له تاسو څخه په خواره درنښت هیله کیږي چې خپلو درسونو ته په ټاکلي وخت ځانونه خاضر کړﺉ.

دکېمیا اوبیولوژي څانګه

 #دازموینو  روان بهیر!نورستان لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې اوروزنې پوهنځی کیمیا اوبیولوژي څانګې د جبراني طاق سمستر نهایی ا...
25/03/2024

#دازموینو روان بهیر!
نورستان لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې اوروزنې پوهنځی کیمیا اوبیولوژي څانګې د جبراني طاق سمستر نهایی ازموینې دلوړو زده کړو وزارت دلایحي مطابق په 1403/1/2 نيټه پيل کړې چې په دې لړ کې نن دوشنبه د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې رئيس مفتي نعمت الله اعزازي، علمي چارو مرستیال پوهنیار حبیب الرحیم شینواري، د ښوونې او روزنې پوهنځي مرستیال استاد اکرام الله خاموش، د پوهنځي ازموینې کمېټې مسؤول استاد نقیب الله نیازي او د کيمیا اوبیو لوژي څانګې امر مالک الرحمن مقبل د کیمېا او بیولوژي څانګې د ازموینو له صخنو څخه لېدنه وکړه.

23/02/2024

د حضوري درسونو د پېل خبرتیا!
نورستان د لوړو زده کړو مؤسسې ښوو نې اوروزنې پوهنځی کیمېا اوبیولوژي څانګې ټولو زده کړیالانو ته خبر ورکول کېږي چې همدې کال د حوت میاشتې په لومړۍ نېټه د ژمني اجباري سمستر حضوري درسونه بیا ځلې پېل شوي دي، نو د تاسو ټولو محترمو زده کړیالانو څخه هېله کېږي چې خپلو درسونو ته حاضر شئ.

په درنښت
کیمېا اوبیولوژي څانګه د نشراتو کمېټه

سلام درنو!د نورستان د لوړو زده کړو مؤسیسې د کیمېا او بیولوژي څانګې رسمي فسبوک پاڼه کې تاسو ټولو د ساینس اومسلک مینوالو ت...
23/02/2024

سلام درنو!
د نورستان د لوړو زده کړو مؤسیسې د کیمېا او بیولوژي څانګې رسمي فسبوک پاڼه کې تاسو ټولو د ساینس اومسلک مینوالو ته ښه راغلاست وایو.
له دې پاڼې څخه به تاسو ته نوي او تازه معلومات خپریږي.

Adresse

Democratic Republic Of The

Téléphone

+93708058583

Site Web

Notifications

Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque Nuristan Higher Education Institute Department Of Chemistry &Biology publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.

Contacter L'université

Envoyer un message à Nuristan Higher Education Institute Department Of Chemistry &Biology:

Partager