Pharmacology فارمکولوژی

Pharmacology  فارمکولوژی For medical information

✧ په پيښور. رشید ګړۍ کې له یوه کور څخه په زیاته اندازه جعلي درمل کشف او ترلاسه شول اغا میر جاني شاه پولیس د ډریګ انسپکټر...
15/05/2024

✧ په پيښور. رشید ګړۍ کې له یوه کور څخه په زیاته اندازه جعلي درمل کشف او ترلاسه شول

اغا میر جاني شاه پولیس د ډریګ انسپکټر خوشحال خان سره په ګډه د یو مهم کاروائي په مهال د جعلي درملو جوړولو کارخانې نه په زیاته اندازه جعلي درمل برآمد کړي دي.

ياده شبکه د رشيد ګړۍ په يوه کور کې جعلي درمل جوړوي او بېلابېلو سيمو ته يې عرضه کوي.

په نیول شویو جعلي درملو کې ډول ډول څاڅکي، انټي بیوټیک، کریمونه، مرهم، لوشن، انټي بیوټیک انفیوژن، د زړه د ناروغۍ درمل، د ساه لنډۍ درمل او بسته بندي مواد شامل دي.

دغې شبکې د خپلو ناروا موخو لپاره په رشید ګړۍ کې یو کور په کرایه نیولی و، چې د عملیاتو په ترڅ کې د ټولو ذخیرو او نورو توکو په نیولو سره د تورنو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.

⭕ کــوک وهـــل یا    Suture  :◀ روغتيايي زده کړيالانو د پام وړ ! سوچر د یو تعقیم شوي تار په واسطه د زخم یا د جرحی یا د ج...
08/05/2024

⭕ کــوک وهـــل یا Suture :

◀ روغتيايي زده کړيالانو د پام وړ ! سوچر د یو تعقیم شوي تار په واسطه د زخم یا د جرحی یا د جراحي ګنډلو ته سوچر ، کوک یا ګنډل وایي .

◀ د سوچر suture ډولونه : سوچر په دوه ډوله دی .

① داخلي ګنډل Internal Suture
② خارجي ګنډل External Suture .

◀ د سوچر Suture اهداف : د یو زخم د ژر التیام یا د زخم د ژر جوړیدو په خاطر . د انتاناتو د مخنیوي په خاطر . دوینی د بندیدو په خاطر .

◀د سوچر suture د تار ډولونه :

① کرومیک Chromic . ② یکرېل Yicrill .
③ کاټن Coton . ④ ناېلون Nylone .
⑤ ډکرون Ducrone . ⑥ سټيپل Staple .
⑦ سیلک Sillc . ⑧ پرولین Prollin .
⑨ لینین Linine .

◀ دسوچر suture د تار اندازه یا ګیچ Gage :

◀ د سوچر اندازه عبارت دی له : له صفر اعشاریه صفر نه تر صفر اعشاریه لسو پوری د ګیچ اندازه دی . په عمومي ډول د تار ډولونه په دوه ډوله دي :

① جذبونکي یا ابزرویبل Absorvable تار .
②نه جذبونکي / نن ابزرویبل Non Absorvable.

◀ نوټ : ابزرویبل Absorvable هغه تار دی چې هغه جذبیږي ، او نن ابزرویبل Non Absorvable هغه تارونه دي چه هغه نه جذبیږي

هغه د اسلا مي امارت دشفري نسخو ليکلو پارمان سنګه شو چي ويل به يي نسخي بايد کمپيوټري وليکل شي
08/05/2024

هغه د اسلا مي امارت دشفري نسخو ليکلو پارمان سنګه شو چي ويل به يي نسخي بايد کمپيوټري وليکل شي

داسي عکسونه راته کمنټ کړي مننه
04/05/2024

داسي عکسونه راته کمنټ کړي مننه

په غایطه موادو کی دټینیاسجیناټه یاکدودانۍ چینجی هګی د کدودانۍ چینجی چی د Beef Tape Worm په نوم هم یادیږی چی په ټوله نړی ...
04/05/2024

په غایطه موادو کی دټینیاسجیناټه یاکدودانۍ چینجی هګی د کدودانۍ چینجی چی د
Beef Tape Worm
په نوم هم یادیږی چی په ټوله نړی کی پیدا کیږی خصوصاً په هغه ځایونو کی زیات وی په کومو کی چی خلک د غوایی خامه یا نیمه خامه غوښه استعمالوی دغه چینجی د انسانانو په کوچنیو کولمو کی ژوند کوی او د Teaniasis په نامه ناروغی رامنځته کوی.
Symptoms & signs
Nauseaزړه بدوالی
Abdominal painد خیټی درد
Weight lossوزن بیلل
Blockage of intstineد کولمو بندوالی
Digestive problemد هضمی سیستم مشکل
Irrittion a round the Anusد مقعد شاوخوا خارښت

د ځينو دواګانو نومونه او د استعمال ځايونه يي:‏Tablete.‏Ciprofloxacine500mg‏Ciprofloxacine 750mg‏Hiplox 500mg‏Hiplox 750m...
04/05/2024

د ځينو دواګانو نومونه او د استعمال ځايونه يي:

‏Tablete.
‏Ciprofloxacine500mg
‏Ciprofloxacine 750mg
‏Hiplox 500mg
‏Hiplox 750mg
‏Surf 750mg
‏Mercip 500mg
‏Ciproxin 500mg
‏Excipro 500mg
‏Getzpro 500mg
1-1-
پورته دوايي په محرکه،اسهالات،کیسه صفرا او ګردو چرک،سوزک،د هډوکو مفصلونو او پوستکې ميکروبونو کې(لويانوته) ورکول کيږي، او په حامله ګی کې بايد احتياط وشي.

‏Tablete.
‏Levofloxacine 250-500mg
‏Levoflox 250-500mg
‏Levomerc 500mg
‏Levasia 500mg
1-1-
محرکه،اسهال،کيسه صفرا او ګردو چرک سوزک، هډوکو مفصلونو او پوستکې ميکروبونو کې لويانو ته ورکول کيږي، او په حمله ګی کې بايد احتياط وشي.

‏Tablete.
‏Norfloxacin 400mg
‏Noroxin 400mg
‏Uroxin 400mg
1-1-
د بولي لارو انتاناتو کې(د ګردو او مثانی چرک سوزاک) کې لويانو ته ورکول کيږي، او په حامله ګی بايد احتياط وشي.

‏Tablete.
‏Erythromycin 500mg
‏Erythrocine 500mg
1-1-

سينه بغل،ستوني درد،شنه ټوخلی،جواني داني.سفلېس او د پوستکي په ميکروبونو کې لويانو ته ورکول کيږي، او په حامله ګۍ کې بايد احتياط وشي.

‏Tablete.
‏Clarithromycin 500mg
‏Klaribact
‏Klaricid
1-1-
د‌غوږ التهاب،تنفسي لارو انتانات او د احليل ميکروب لپاره لويانو ته ورکول کيږي، او په حامله ګۍ کې بايد احتياط وشي.

‏Cap.Azithromycin 250mg
‏Cap.Zetro 250mg
‏Cap.Throb 250mg
‏Cap.Romycin 250mg
‏Tab.zetro 500mg
1-1-
د غوږ التهاب،تنفسي لاړو انتانات او د احليل ميکروبونو لپاره لويانو ته ورکول کيږي،او په حامله ګۍ کې بايد احتياط وشي.

خو بهتره به دا وی چه هیڅ دوا د داکتر د توصیه نه بغیر استعمال نکړی
زمونږ دوټساف ګروپ خپل ځانونه اډ کړي

*د پاکستان په سندهـ ایالت کې* د چرګانو د غوښې په خوړلو سره په خلکو کې یوه خطرناکه ناروغي خپره شوې ده، چې له امله یې ورځ ...
24/04/2024

*د پاکستان په سندهـ ایالت کې* د چرګانو د غوښې په خوړلو سره په خلکو کې یوه خطرناکه ناروغي خپره شوې ده،
چې له امله یې ورځ تر بلې ډېر خلک په دې ناروغۍ اخته کېږي.

د پاکستان له خلکو څخه غوښتنه کیږي چې ځانونه او نور له دې ویروس څخه وژغوري او دا لیکنه د امکان تر حده نشر کړئ.

شري څه ډول ناروغي ده؟ د ماشومتوب د دورې یوه حاده انتانې ناروغي ده چي د Myxy virus ګروپ دیوخاص وایروس په واسطه رامنځته کي...
23/04/2024

شري څه ډول ناروغي ده؟


د ماشومتوب د دورې
یوه حاده انتانې ناروغي ده
چي د Myxy virus ګروپ دیوخاص وایروس په واسطه رامنځته کيږي. چی عام کلینیکی اعراض اوعلایم یی تبه، دلوړتنفسې سیسټم اعراض (Coryza, cough) اوموضعې رشونو څخه عبارت دی. په پرمخ تلونکې هیوادونوکې یې مړینه اومصابیت ډیردي چي یوازي انسانان پري اخته کیږي.

• Problem statement

په ټوله نړي کې په اینډمیک ډول رامنځ ته کیږي خوکیدای سي ایپډمې هم رامنځته کړي. په پرمخ تللو هیوادونو کې کمه ده اوپه پرمخ تلونکوهیوادونو کې یوه عامه ناروغې ده.په لوړه کچه مړینه اومصابیت یې په ماشومانوکې د واکسین نه ورکول دي.

دشرې دختمولو په مقابل کې ننګونې

۱. دمعافیتې سیسټم کمزوري. ۲. د Measles لوړ انتانې فطرت، ۳. هغه خلک چي دشخړو له وجې واکسین ته لاس رسي نه لري. ۴.دخلکو انکار له واکسین څخه، ۵. ایپیډیمیولوژیک بدلونونه، ۶. دزیات واکسین درانیولو ضرورت، ۷. دخلکو اومالې سرچینو په مینځ کې فاصله.

• Epidemiological determinants

Agents factor

a. عامل: شري دیو Paramyxo RNA وایروس په واسطه رامنځته کیږي یوسروټایپ لري چي د انسان د وجود پرخارجې سطح د اوږد وخت لپاره ژوند نسې کولاي. مګرهغه وخت انتانې وي چي ترصفر درجي کښته حرارت کې و اوسې.

b. منبع: یوازینې منبع یې دشري واقعه ده او ناقل یی معلوم ندي.

c. انتانې مواد: په مخبیره دوره او درشونو په لمړي مرحله کې دتنفسې سیسټم افرازات انتانې وي.

d. سارې توب: شري په مخبره دوره او د پیلیدو په وخت کې زیات سارې وې او د رش دښکاره کیدو وروسته کمیږي. دسارې توب دوره تقریباً څلور ورځې مخکي او څلور ورځي وروسته د رش دښکاره کیدو څخه وې. یوهفته جلاوالي د رش د شروع څخه دساري توب دوره ډیره محدوده وې.

• Host factors

a. عمر: په Infancy & childhood کې هریو اخته کولاي سي( دشپږ میاشتو اودرو کالوپه عمرډیرورته مساعد دی). په پرمختلونکو هیوادو نوکې چي ناسم محیطي شرایط ولری هغه ماشومان چي دپنځو کالو څخه اضافه عمرولرې هم اخته کوی. په پرمخ تللو هیوادونو کې دواکسین داستعمال په وجه یې واقعات کم سوي دي.

b. جنس: واقعات یې په دواړه جنسونوکې برابر دي.

c. معافیت: هیڅ عمر معاف ندي کچیري پخواني معافیت نه وي. یوه حمله دشري دټول عمر لپاره معافیت رامنځته کوي او دوهمه حمله یې نادره ده. Infant دمورني انټې باډې په واسطه ترشپږ میاشتو پورې ل

خپلسري درملنه یا (Self Medication) ډېر زیات خطرونه لري او له بده مرغه په افغانستان کې زیاته عامه ده.هیله ده تاسې پخپله، ...
22/04/2024

خپلسري درملنه یا (Self Medication) ډېر زیات خطرونه لري او له بده مرغه په افغانستان کې زیاته عامه ده.
هیله ده تاسې پخپله، د کورنۍ غړي او یا خپل/خپلوان مو د خپلسري درملنې له خطرونو اول خبر او بیا په کلکه ور څخه ډډه وکړئ.

د خپلسري درملنې یو څو خطرونه:
۱: ځان ته د ناروغۍ غلط تشخیص ایښودل؛ د غلط تشخیص په صورت کې غلطه درملنه صورت نیسي. هم مادي تاوان دی او هم ناروغ د درملنې سره نتیجه نه ورکوي.
۲: په خپل سر د درملو کارول، راتلونکې سهي درملنه او سلا/مشورې له خنډ او ځنډ سره مخ کوي. که د ناروغۍ په سر کې ناروغ د یو قلم درملو سره ښه کیږي، په خپلسر د درملو کارولو وروسته همغه ناروغي ښایي درې/څلور قلمه درملو ته اړتیا ولري.
۳: خپلسري درمل په بدن کې منفي عکس العملونه را ولاړولی شي؛ چې حتی کیدای شي د یو انسان پر مرګ تمام شي.
۴: خپلسري درملنه د یوې ناروغۍ حالت بدتر خواته بیایي.
۵: ځینې درمل په خپل منځ کې سره متضاد دي، که یو ځای وخوړل شي؛ معیوبیت، مړینه او شدید جانبي عوارض رامنځته کوي.
۶: خپلسري درمل؛ د معتادۍ او ناوړه کاروونې خطر لري.
ډېر زیات مثالونه شته؛ خو دلته یې نه لیکم ـــ لیکل یې یو نقل دی.
۷: په خپلسري درملنه کې د درملو ډوز تعین نه وي؛ د اکثریت ناروغیو د درملنې لپاره د درملو معین ډوز او وخت معلوم دی ـــ پرته له معلوم ډوز او وخت؛ اثر نه کوي.
۸: او په پای کې خپلسري درمل کارول؛ د ځینو شدیدو ناروغیو اعراض/علایم پټوي.
مثلاً: د چا چې په خیټه درد شي، هغوی دې د درد درمل نخوري ځکه په خیټه کې د زیاتو ناروغیو درد حس کیږي ـــ که د درد درمل وخوړل شي، معالج ډاکټر ته د ناروغۍ تشخیص سختیږي ـــ ښایي ځینې مرګوني ناروغۍ پکې د درد د درملو له امله د معالج ډاکټر څخه پټې شي.

ــــ خپلسري درملنه یو ډول د خپل صحت خیال ساتل دي، واړه زخمونه او واړې ناروغۍ په خپله تداوي کول پر صحي سیستم د بوج کموالی دی؛ خو برسیره پر دې، ناروغانو لره پکار دي چې د خپل ځان علاج پخپله ونکړي ـــ معالج ډاکټر سره مشوره اړینه ده تر څو د پورته خطراتو مخنیوی شوی وي.

#ستاسې د ښې روغتیا په هیل

ټولو داکتر صاحبانو ته دخوست ولايت شيح زاهدپوهنتون د طب پو هنځي څخه د فراغت په وياړ مبارکي وايم
21/04/2024

ټولو داکتر صاحبانو ته دخوست ولايت شيح زاهدپوهنتون د طب پو هنځي څخه د فراغت په وياړ مبارکي وايم

Azithromycin  (ازیترومایسین)★IndicationRTISore throat د ستونی دردPharyngitisPneumoniaسینه بغل EpiglottitisSkin Infection...
05/04/2024

Azithromycin (ازیترومایسین)

★Indication
RTI
Sore throat د ستونی درد
Pharyngitis
Pneumoniaسینه بغل
Epiglottitis
Skin Infection پوستکي انتانات
Acne Vulgaris ځوانکی
Tonsillitis ټانسلونو التهاب
UTI
Otitis Media منځني غوږ التهاب

★Contra Indication
Allergy حساسیت
Hepatic Failure د ځګر عدم کفایه
Renal Failure

★Side Effect
Nausea زړه بدوالی
Vomiting کانګی
Diarrheaاسهال
Skin Rash
Anorexiaبی اشتهایی
Headache سردرد
Vertigo

★دوایی شکلونه

نوموړي دوا دتجارت په بازار کی د ۲۵۰-۵۰۰ملی ګرام کپسول او تابلیت او
همدارنګه سوسپنشن، په شکل پیداکیږی.
دوایی شکلونه:

★Dose مقدار

کاهلانوته ۲۵۰ملی ګرام دورځی یویادوه ځلی،او۵۰۰ملی ګرام یوځل دورځی.
ماشومانوته چي دشپږو میاشتو څخه زیات عمر ولری۱۰ملی ګرام پر کیلو د بدن په واحد دوز سره د ورځی

نوټ. په حاملګی کی هم استعمال کولی شو په احتیاط سره

داکتر صيب محترم نسيم الله ارزښت دهفه محصلينو لپاره چي نوي طب شروع کوي  د امادګي کتاب ليکلي ده په ګوتو يي برکت الله ج د ز...
29/03/2024

داکتر صيب محترم نسيم الله ارزښت دهفه محصلينو لپاره چي نوي طب شروع کوي د امادګي کتاب ليکلي ده په ګوتو يي برکت الله ج د زيات عمر ورکړي

Address

4
Delhi

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pharmacology فارمکولوژی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share