25/09/2026
پښتون سټوډنټس کونسل، جیسي یونیورسټي فیصل آباد له لوري د ۲۳ سپتمبر، پښتون کلتور ورځې په مناسبت د ملي ترانې د درناوي مراسم په ډېر عزت او وقار سره ترسره شول.
د ملي ترانې درناوی زموږ د ملي یووالي، وطن سره د مینې او د ګډ مسؤلیت څرګندونه ده.
پښتون کلتور یوازې زموږ دودونه، عنعنات او تاریخي ارزښتونه نه دي؛ بلکې میلمه پالنه، درناوی، غیرت، ورورولي، زغم او د سولې پیغام هم زموږ د کلتور ښکلي اړخونه دي.
پښتون سټوډنټس کونسل، جیسي یونیورسټي فیصل آباد ژمن دی چې د پښتون کلتور، ژبې، ادب او تاریخي ارزښتونو د ساتنې او ودې لپاره به خپل مثبت او رغنده رول ته دوام ورکوي.
پښتون کلتور دې ژوندی وي!
پښتونولي، ورورولي او یووالی دې تلپاتې وي!