د ابی ایوب انصار عالی لیسه

د ابی ایوب انصار عالی لیسه ABA AYUB ANSAR HIGHER SECONDARY SCHOOL IS SERVING AFGHAN REFUGES IN PAKISTAN,KPK,HARIPUR CAMPS SINCE 1980 SOVIET WAR...PRINCIPLE:GHULAM MOHYUDDIN MUNIR

AAAHSS is located in haripur camp no 16

د ابی ایوب انصار عالي لېسې ګرانو زده کوونکو او ښاغلو ښوونکو! السلام علیکم ورحمة اللّه وبرکاتهد لېسې ټول تدریسي فعالیتونه...
12/09/2025

د ابی ایوب انصار عالي لېسې ګرانو زده کوونکو او ښاغلو ښوونکو!
السلام علیکم ورحمة اللّه وبرکاته
د لېسې ټول تدریسي فعالیتونه د مخکی په شان شروع دي تاسې ټولو ته خبر درکول کیږي چه په ټاکلي یونیفارم کی سهار په اته نیمې (۸:۳۰) بجې ځانونه حاضر کړئ
باید ووایو چه زمونږ او ستاسی د افغان مهاجرینو حالات په پاکستان کی نامعلوم دي کیدائ شي جِبري اِخراج او یا هم د پاتی کیدو لپاره وخت ورکړل شي نو اوس لپاره تر هغې چه دلته یو باید خپل د ښوونې او روزنې بهیر روان او جاري وساتو کله هم چه ګران هیواد ته د بیرته تګ پروګرام جوړ شو او یا کوم خاص زده کوونکي کورنۍ وغواړي چه هیواد ته ولاړه شي نو په هماغه وخت کی به ورته سه پارچه تیار او ورکړل شي ترڅو پاتی زده کړې هلته ترسره کړي
د وخت ضایع کول نه دي پکار. وخت بیا په لاس نه راځی نو ترڅو چه یُو تعلیم به جاري ساتو اِنْ شَآءَاللّه
د ابی ایوب انصار عالي لېسې ادارۀ

خبرتیاد ابی ایوب انصار عالي لېسې ټولو زده کوونکو ته خبر ورکول کیږي چه اِن شآءاللّه د چهارشنبې په ورځ نېټه ۵/۴/۱۴۰۴ لمریز...
23/06/2025

خبرتیا
د ابی ایوب انصار عالي لېسې ټولو زده کوونکو ته خبر ورکول کیږي چه اِن شآءاللّه د چهارشنبې په ورځ نېټه ۵/۴/۱۴۰۴ لمریز مطابق ۵۲/۶/۲۰۲۵ زیږدیز دکلنۍ ازموېنې د پایلو اعلان غونډه ده.
تاسی څخه غوښتنه کیږي چه سهار ۷:۰۰ بجې په ټاکلي یونیفارم کی ځانونه حاضر کړئ.
ادارۀ

خبرتیادابی ایوب انصار عالي لېسې هغه زده کوونکو ته چه روان  ۱۴۰۴ لمریز کال کی د دولسم ټولګي څخه بریالي شوي دي یو ځل بیا ه...
23/06/2025

خبرتیا
دابی ایوب انصار عالي لېسې هغه زده کوونکو ته چه روان ۱۴۰۴ لمریز کال کی د دولسم ټولګي څخه بریالي شوي دي یو ځل بیا هم د ټولنیزو رسنیو له لارې خبر ورکول کیږي چه زرترزره د یوې اووه نۍ په موده کی خپل د تابعیت تذکرې د لېسې ادارې ته وسپاري ترڅو نتایج یې د تذکرې مطابق تیار او د شهادتنامې وړ وګرځي.
که یوتن د ټاکلي وخت پوری تذکره جوړه نکړه نو په نتایجو کی به د آتشۀ معارف له خوا تعلیق ولیکل شي او د شهادتنامې اخیستل یې بیا خپله ذمه واري ده کوم چه د زیات مصرف،سرګرداني او هم د ډیرو مشکلاتو سره مخ کیدو سبب به شي نو مهرباني وکړئ همدا اوس په لږمشکل سره تذکرې تیار او ادارې ته یې وسپارئ.
ستاسی د بریالیتوب په هیله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ ادارۀ ــــــــــــــــــــــــــ

د ابی ایوب انصار عالي لېسې ګرانو زده کوونکو!السلام علیکم ورحمة اللّه وبرکاتهدا چه تاسی ته مو وئیلي وو سبا د چهارشنبې ورځ...
20/05/2025

د ابی ایوب انصار عالي لېسې ګرانو زده کوونکو!
السلام علیکم ورحمة اللّه وبرکاته
دا چه تاسی ته مو وئیلي وو سبا د چهارشنبې ورځ کلنۍ ازموېنې لومړۍ ورځ ده او ازموېنه به پیل کوو...... متأسفانه په کوربه هیواد کی د ځینې مشکلاتو په اساس سبا رخصتي ده او لومړۍ ورځ ازموېنه به د پنجشنبې په ورځ اخیستل کیږي.
تاسی ته اطلاع درکړل شوه چه رخصت وکړئ او پنجشنبه ازموېنې ته حاضر شئ.
ـــ ــــــــادارۀ ـــــــــــ

دابی ایوب انصار عالي لېسې ګرانو زده کوونکو او ښاغلو ښوونکو السلام علیکم ورحمة اللّه وبرکاتهاللّه جلّ جلالهُ مو روژه،طاعا...
02/03/2025

دابی ایوب انصار عالي لېسې ګرانو زده کوونکو او ښاغلو ښوونکو السلام علیکم ورحمة اللّه وبرکاته
اللّه جلّ جلالهُ مو روژه،طاعات او عبادات له مونږ سره قبول کړه.
د روژې مبارکې میاشت په دوران کی د ښوونځي سهارنۍ غونډه(اسمبلي) نشته او مستقیماَ په 8:30 بجو تدریس پیل کیږي هیله ده چه په ټاکلي وخت او ټاکلي یونیفارم کی زده کړې ته حاضر شئ.
بیا هم یادونه کوم چه د وخت پابندي ضروري ده.

20/01/2025

د وعدې سره سم د مانسهرې لېسې مدیر صاحب او زده کوونکي هریپور ته راورسیدل اوس نو میچ شروع کیږی

20/01/2025
20/01/2025

نن دوشنبه لږ وخت وروسته اِن شآءاللّه شپاړلسم کیمپ کی د هریپور ابی ایوب انصار عالي لېسې او مانسهرې څخه د خاکي عالي لېسې ترمینځ د کرکټ سیریز میچونه به وشي او له همدی صفحې به په ژوندۍ بڼه خپور شي منتظر اوسئ........

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ خبرتیا ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــد ابی ایوب انصار عالي لېسې هغه زده ...
10/01/2025

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ خبرتیا ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ابی ایوب انصار عالي لېسې هغه زده کوونکو ته چه 1403 لمریز ښووه نیز کال کی د دولسم ټولګي څخه فارغ شوي دي او تذکرې یې ادارې ته سپارلي دي خبر ورکول کیږي چه ددوئ فراغت شهادتنامې د کابل څخه تر طی مراحل وروسته د لېسې ادارې ته رارسیدلي دي او کولائ شئ چه سر له سبا څخه خپلې شهادتنامې ترلاسه کړي.
ـــــــــــــــــ ستاسی د لابریالیتوب په هیله ـــــــــــــــ

د ابی ایوب انصار عالي لېسې ګرانو زده کوونکو السلام علیکم ورحمة اللّه وبرکاتهسبا د جهارشنبې ورځ نېټه ۱۶/۱۰/۲۰۲۴ د لېسې نظ...
15/10/2024

د ابی ایوب انصار عالي لېسې ګرانو زده کوونکو السلام علیکم ورحمة اللّه وبرکاته
سبا د جهارشنبې ورځ نېټه ۱۶/۱۰/۲۰۲۴ د لېسې نظارت لپاره آتشۀ معارف له خوا ټاکل شوی عالي رتبه هيئت لېسې ته راځي د زده کوونکو او ښوونکو ارزیابي کوي تاسی څخه غوښتنه کیږی چه ټاکلي یونیفارم کی سهار ۷:۳۰ بجې ځانونه حاضر کړئ او غیرحاضري مه کوئ.
ا ادارۀ

30/04/2023

دابی ایوب انصار عالي لېسې ګرانو زده کوونکو او ښاغلو ښوونکو السلام علیکم ورحمة اللّه وبرکاته
سبا د دوشنبې ورځ نېټه ۱/۵/۲۰۲۳ مطابق ۱۱/۲/۱۴۰۲ د کاریګر(مزدور) نړیوال ورځې په مناسبت عمومي رخصتي ده تاسی هم رخصت یاست.
د سه شنبې ورځ تدریسي چارې به له خیره سره جاري وي.
ــــــــــ ادارۀ ــــــــــ

Address

Haripur

Telephone

+923005626823

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د ابی ایوب انصار عالی لیسه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share