21/12/2025
د *فاټا سټوډنټس یونین* له اړخه نن د خیبر میډیکل پوهنتون سرہ جوخ په *ریلیکس کیفی هال* کې *نوي راغلو زدهکوونکو ته د ویلکم پارټۍ* دستوره ترسره شوه، چې پکې د یونین مرکزي کابینې، فاؤنډنګ ممبرز او ګڼ شمېر ملګرو ګډون وکړ۔
په دې پروګرام کې زموږ سره د مېلمهي ځانګړي په توګه د پي-ایم-ایل-این سوات ریجن چیئرمین، *جناب مقصود علي صاحب* هم ګډون وکړ، چې د دوی شتون دستوري ته لا زیاته ښکلا او اهميت ورکړ۔
تاسو ته به دا هم یاده وي چه دا دستوره د فاټا سټوډنټس یونین لخوا هر کال ترسره کېږي۔
په دې دستوره کې ټولو ملګرو نوي راغلو زدهکوونکو ته په پښتني مینه ښه راغلاست ووایه او د یونین د بنسټ ایښودلو له سفر څخه یې ګټورې خبرې ورسره شریکې کړې۔
د پروګرام په پای کې د *کېک کټنګ* مراسم هم ترسره شول ۔
فاټا سټوډنټس یونین به د تېر په شان خپلې تعلیمي او ټولنیزې هلې ځلې په دوامداره ډول روانې ساتي۔