05/10/2022
د استادانو نړیواله ورځ هر کال د اکټوبر د میاشتې په پنځمه نیټه د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د "ښوونکو د نړیوالې ورځې" یا "Teacher day" په نوم لمانځل کیږي. د استادانو د ورځې د نمانځلو مقصد په ټولنه کې د استادانو مهم رول په ګوته کول دي. د دې ورځې په مناسبت په ټوله نړۍ کې ګڼ شمیر سیمینارونه، کنفرانسونه او غونډې جوړیږي. په ۲۰۰۹ کال کې د استادانو د نړیوالې ورځې په مناسبت دا هدف ټاکل شوی و چې تر ۲۰۱۵ کال پورې به تعلیم نړیواله شي او لوړې زده کړې به ورکړل شي. دې ستر مقصد ته د رسیدو لپاره د استادانو لپاره ضروري ده چې په معاشره کې خپل مناسب مقام ومومي او وخت په وخت د تعليمي نظام کې له بدلونونو خبر شي.