Birmal Students Society

Birmal Students Society There is beauty and power in unity✊

✨ د زده کړي مینوالو ته زېری! ✨📚په ډېرې خوښۍ سره تاسو ته خبر درکوو چې شجاع انګلیسي اکاډمي، د ځینو ناڅاپي شرایطو له امله د...
09/06/2026

✨ د زده کړي مینوالو ته زېری! ✨📚

په ډېرې خوښۍ سره تاسو ته خبر درکوو چې شجاع انګلیسي اکاډمي، د ځینو ناڅاپي شرایطو له امله د څو میاشتو لپاره تړل شوې وه، اوس یو ځل بیا خپل تعلیمي فعالیتونه پیلوي.
موږ ژمن یو چې خپلو زده کوونکو ته د لوړ کیفیت زده کړې، غوره تدریسي چاپېریال او مسلکي لارښوونه وړاندې کړو.
✅ د انګلیسي ژبې زده کړه
✅ د ښوونځي زده کوونکو لپاره ځانګړي پروګرامونه
✅ تجربه لرونکي استادان
✅ عصري او اغېزمن تدریسي میتودونه
✅ مناسب فیس او غوره خدمتونه
که غواړئ خپل راتلونکی روښانه کړئ او د علم په وسیله پرمختګ وکړئ، نو همدا اوس شجاع انګلیسي اکاډمۍ ته مراجعه وکړئ.
📍 پته: رز محمد پمپ، مین روډ
📞 د نوم‌لیکنې او نورو معلوماتو لپاره له موږ سره اړیکه ونیسئ.0706145860%
"علم هغه رڼا ده چې د بریا او پرمختګ لاره روښانوي."
ستاسو د راتګ په هیله!
Copy

اختر مو مبارک شهد بېرمل محصلینو ټولنې له لوري ټولو مسلمانانو ته، په ځانګړي ډول زموږ قدرمنو خلکو ته د زړه له کومي د اختر ...
26/05/2026

اختر مو مبارک شه

د بېرمل محصلینو ټولنې له لوري ټولو مسلمانانو ته، په ځانګړي ډول زموږ قدرمنو خلکو ته د زړه له کومي د اختر مبارکي وړاندې کوو.

الله تعالی دې زموږ قربانۍ عبادتونه او دعاګانې قبولې کړي🤲او زموږ وطن ته دې تلپاتې سوله یووالی او خوشحالي راولي.

موږ دعا کوو چې الله تعالی دې زموږ ځوان نسل ته د علم پوهې او تعلیم دروازې نورې هم پرانیزي ترڅو زموږ ټولنه د پرمختګ او رڼا پر لور روانه شي.

راځئ چې دا اختر د مینې ورورولۍ او زده‌کړې د ارزښتونو د پیاوړتیا سبب وګرځوو.

اختر مو مبارک شه!

(بېرمل محصلینو ټولنه)🌱🤝🙌✌️

23/05/2026

Congratulations to Dr. Aslam Khan!

The Birmal Students Society proudly congratulates Dr. Aslam Khan on his successful graduation from the Radiology Department of Superior University Lahore.

This is not only a personal achievement but a historic milestone for our rural area, as he becomes the radiologist among us. His success brings hope inspiration and progress to our community.

We pray that Allah grants him a bright future great success in his career and the ability to serve humanity with knowledge and compassion.
Ameen.🤲

برمل سټوډنټس سوسایټي له خوا موږ خپل ګران ورور نویدخان ته د درې کلن Diploma in Veterinary Sciences (DVS) د کامیاب بشپړولو...
15/05/2026

برمل سټوډنټس سوسایټي له خوا موږ خپل ګران ورور نویدخان
ته د درې کلن Diploma in Veterinary Sciences (DVS) د کامیاب بشپړولو په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوو. 🌹

دا ستاسو د زیار حوصلې او نه ستړې کېدونکې هڅې ښکلی ثمر دی. تاسو نه یوازې علم حاصل کړ، بلکې د ژوند مهم درسونه مو هم زده کړل او د خپلې راتلونکې لپاره مو یو قوي بنسټ کېښود. ✨

الله تعالی دې ستاسو دا کامیابي نوره هم برکتناکه کړي، او په راتلونکي کې دې لا زیاتې بریاوې، خوشحالۍ او کامیابۍ در په برخه کړي. 🤲

موږ باور لرو چې تاسو به په خپل مسلک کې د ټولنې خدمت وکړئ او د خپلو والدینو هیلې به پوره کړئ. 💖

Signature Day دې مو مبارک وي! دا یادونه به تل ستاسو د ژوند ښکلی برخه پاتې شي. 🌸

📌 From: Birmal Students Society

24/04/2026
20/04/2026

Mashaallah ♥️📝

28/03/2026

راځئ چې کور په کور دې تعلیم ژاغ وکی🗣️ 💡

په ډېر ویاړ او خوشحالۍ سره دا زیری درسره شریکوم چې زموږ د سیمې تکړه او زحمتکښه زده‌کوونکي یو ځل بیا خپل استعداد ثابت کړ ...
28/03/2026

په ډېر ویاړ او خوشحالۍ سره دا زیری درسره شریکوم چې زموږ د سیمې تکړه او زحمتکښه زده‌کوونکي یو ځل بیا خپل استعداد ثابت کړ 🙌

تسبیح د ټول سکول سټاف په کچه په ازموینه کې لومړی پوزیشن (1st Position) ترلاسه کړی دی، چې دا د هغه د نه ستړي کېدونکي هڅو او د استادانو د ښه روزنې څرګندونه کوي .

همدارنګه، انس راضیه بیا په خپل کلاس کې لومړی پوزیشن (First Position) اخستی دی، چې دا زموږ د ټولې برمل علاقې لپاره د ویاړ ځای دی .

دا ډول بریاوې نه یوازې د زده‌کوونکو شخصي کامیابي ده، بلکې د هغوی د کورنیو، استادانو او د ټولې سیمې د پرمختګ نښه ده. موږ د دوی کورنیو ته مبارکي وایو او ډاډ ورکوو چې ستاسو دا زحمتونه به حتماً لا نورې بریاوې هم وزېږوي .
الله تعالی دې دا ماشومان لا هم په علم، اخلاقو او کامیابیو کې پرمختګ ورکړي، او زموږ برمل سیمه دې د تعلیم په ډګر کې نوره هم روښانه شي .

ګرانو دوستانو او د سیمې قدرمنو خلکو.تاسو ټولو ته د کوچني اختر مبارکي وایم. الله تعالی دې دا مبارکه ورځ زموږ لپاره د خوشح...
18/03/2026

ګرانو دوستانو او د سیمې قدرمنو خلکو.

تاسو ټولو ته د کوچني اختر مبارکي وایم. الله تعالی دې دا مبارکه ورځ زموږ لپاره د خوشحالۍ، رحمتونو او برکتونو سبب وګرځوي.

په داسې حال کې چې زموږ په وطن کې حالات ډېر سخت دي جګړې روانې دي ډېر خلک بې کوره شوي شهیدان او زخمیان لروزموږ زړونه له غمه ډک دي. راځئ چې په دې مبارکو ورځو کې د هغوی درد احساس کړو یو بل ته لاس ورکړو او د یووالي پیغام خپور کړو.

الله تعالی دې زموږ په وطن کې تلپاتې سوله راولي، شهیدانو ته دې جنت الفردوس نصیب کړي، زخمیانو ته دې عاجله شفا ورکړي او بې کوره شویو وروڼو او خویندو ته دې بېرته ارام او خوشحاله ژوند ورپه برخه کړي.

الله دې دا اختر زموږ لپاره د مینې، بښنې او یووالي سبب وګرځوي.

اختر مو مبارک شه 🌙

رمضان لومړی لس ورځې د رحمت، دوهمې د مغفرت او درېيمې د دوزخ څخه د نجات پیغام له ځانه سره راوړي.راځئ په دې مبارکه میاشت کې...
28/02/2026

رمضان لومړی لس ورځې د رحمت، دوهمې د مغفرت او درېيمې د دوزخ څخه د نجات پیغام له ځانه سره راوړي.

راځئ په دې مبارکه میاشت کې خپل زړونه پاک کړو، له ګناهونو څخه رښتینې توبه وباسو او له الله تعالی څخه د بښنې او بریا دعا وغواړو.

څوک خبر دی، کېدای شي دا رمضان زموږ د ژوند وروستی رمضان وي — نو هره شېبه یې قیمتي او د قدر وړ وګرځوو. 🤲🌙

الله تعالی دې موږ ټولو ته توفیق راکړي چې د رمضان له برکتونو څخه پوره ګټه واخلو. آمین

Address

Landi Akhun Ahmad, Ring Road, Peshawar
Peshawar
25000

Opening Hours

Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 10:00 - 00:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 11:00 - 01:00
Sunday 09:00 - 00:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Birmal Students Society posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share