14/02/2024
Acute Osteomyelitis in children
حاد اوسټوماليټ په ماشومانو کی
حاد اوسټیوماليټ د هډوکو حاده انتاني ناروغي ده چي د ناروغي دوران د دوه هفتو پوري وي
نوموړي ناروغي زیاته فیصدي په اوږدو هډوکي کی پيدا کيږي اما کولاي شي د بدن هر هډوکي منتن کړي .
نوموړي ناروغي کولاي ماشومان په هر عمر کی منتن کړي علت يي د ماشومانو د معافيتي سیستم نه پوخوالي دي .
د حاد اوسټيوماليټ لاملونه :
مختلفي بکترياوي کولاي شي د حاد اوسټیوماليټ سبب شي مګر تر ټولو زیاته فیصدي د Staphylococcus Aurous او MRSA ده او همدارنګه علاوه له پورته بکتریاو څخه لاندي بکترياوي هم کولاي شي د نوموړي ناروغي د راتګ سبب شي
coagulase-negative staphylococcus
beta-hemolytic streptococcus
enterococci
aerobic gram-negative bacilli (including Pseudomonas species, Enterobacter species, Escherichia coli)
anaerobic gram-negative bacilli (such as Pepto streptococcus, Clostridium species, Bacteroides)
او همدارنګه فنجيان هم کولاي شي د نوموړي ناروغي سبب شي .
لاندي عمده لاري د نوموړي ناروغي لیکل شويدي چي څنګه رامنځته کيږي
د منتنو زخمونو څخه د مجاورت په ډول
د هډوکو خلاص ماتيدل ( د هډوکو د ماتيدلو سره سره د جلد څيري کیدل )
اجنبي اجسام چي د پوستکي د لیاري داخل شي
د بندونو انتانات (Joints infection )
د مجاورو غړو انتانات
د بدن د نورو غړو انتانات چي د ويني د لاري هډوکي منتن کوي (د پوزي ، غوږ او تنفسی سیستم انتانات )
ټروما
نښي او علايم :
حاد اوسټيوماليټ لاندي نښي علايم لري
منتن هډوکي دردناک وي
د منتني ساحي پړسوب ، سوروالي لري او د حرارت درجه يي لوړه وي
د منتن هډوکي فعاليت په ورځينيو فعالیتونو کي کم وي
د منتني ساحي کاذب فلج
تبه
که چيرته انتان د نورو غړو څخه انتشار کړی وی د هغه غړي کلینکی لوحه پکي شامله ده
تشخیص :
د ويني تشخیصه معاينات ( CBC,ESR ,C Reactive protein )
X Ray
MRI
Bone scan
د جراحي په وسیله د ساحی څخه د پس یا زوو اخیستل او هغه بیا کلچر کول تر څو سببی بکتریا معلومه او حساس انټی بيوټیک ورته توصيه شي
معالجه :
درملنه یي عموما د کوچنیانو د هډوکو د متخصص پواسطه ترسره کيږی
په درملنه کي يي د انتان ضد درمل ، د درد او تبي ضد درمل ، اوهمدارنګه جراحي شامله ده چي په جراحي کي يي د منتي ساحي ډبريټمنټ ، د منتي ساحي څخه بايوپسي اخیستل او د کلچر لپاره د زوو اخسیتل پکي شامل دي
اختلاطات :
د هډوکو په ودي کي خنډل راتلل
د بندونو التهاب Septic arthritis
د پښو یا لاسونو د سؤ شکل Bone deformity
د هډوکو نکروز کیدل یا مړه کيدل
د هډوکو په پتالوژیک ډول ماتيدل Pathological fractures
Squamous cell carcinoma
Sinus tract formation
Amyloidosis (rare)
Abscess
Systemic infection
Contiguous soft tissue infection
والدینو ته توصيه :
ماشومانو ته صحي خواړه ورکول . د انتان په وخت کي په اکثره افغاني ټولنه کي مریض ته خواړه نه ورکوي لکه لیمو ، ماسته ، تازه میوي او سبزيجات یوازي ورته بي غوړویو شورا او وچه ډوډي ورکوی چي دا يو ډول په خپل لاس د مریض مړينه ده علت يي د پورته خوراکونو په بندولو سره د ماشومانو په بدن کي د نورو ويټامینونو د کمبود سره سره د ويټامين سي کمبود هم رامنځته کيږي چي نوموړي ويټامين په معافیټي سیستم کي مهم رول لري نو کله چي هم ماشومان مريضان شي نو د تازه میوو ، سبزيجاتو او مستو ورکړه نوره هم زیاته کړي
چون افغاني ټولنه مسلمانه او عقيدوي ټولنه ده په داسي حالاتو کي اکثره د دي په ځاي چي علاج وکړي دم او تعويز ته مخه کوي نو د دم او تعویز سره سره بايد مریض ډاکټر ته وښودل شي او درملنه يي شروع شي تر څو په راتلونکي کي ماشومان د مشکلاتو څخه خلاص او د ټولني لپاره سالم وړاندي کړل شي او د ټولني په اوږو بار نشی
کله چي ماشومانو ته د غوږ ، پوزي او تنفسي سیستم انتانات پیدا کيږي باید په وخت يي درملنه وشی
د ډاکټر د مشوري پرته بايد هيڅ ډول انټي بيوټيک استفاده نشي یوازي د تبي ضد درمل کولاي شي استعمال کړي که تبه زیاته وه نو پدي وخت کي کولای شي چي د ماشوم جامي وباسی او د ماشوم په تندي ، تخرګونو او پښو باندي یخه او لمده د کاليو ټوټي کيښودل شي
لیکوونکي : ډاکټر سیدرسول افغان په مسکو کی د جراحي اطفالو ټريني متخصص