اسلام په پښتو كې

اسلام په پښتو كې اسلام یواځیني دین دي چي د هر وخت او هر ځاي لپاره د پوره پلي کولو پوره جوګه دي

له دي پاڼي څخه مو موخه دا ده چي : د نړۍ په هر ګوډ کي هر پښتون او مسلمان ورو ته د سم دین اسلام رسونه وکړو !!
او تل لپاره د مسلمانانو د یووالي په هکله زیار او هڅه وکړو !!

04/06/2019

د نړۍ خطرناک مار! د آخرت ماران به څنګه وي؟!

ابوهريرة رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم روايت كوي؛ چي فرمايلې يې دي:"یو ســړی د خپل (دینې) ورور لیــدلو په...
04/06/2019

ابوهريرة رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم روايت كوي؛ چي فرمايلې يې دي:
"یو ســړی د خپل (دینې) ورور لیــدلو په تــکل بل کلې ته روان وو، الله تعالــی ورته فریښــته راولــیږله؛ او ترینه يې وپوښــتل: چــیرته روان یې؟"
هغه ســړي وویل: "په دغــه کلې کې مي ورور دی؛ د هغــه لیــدلو ته روان یم".
فریښــتې بیا وپوښــتل: "آیا هغــه درســره کومه ښــیګړه کړي چــي ته يې بــيرته ورته پــوره کــوي؟".
ســړی وویل: "نه، مــګر دا خــبره ده چي زمــا ورســره د الله تعالی لپاره میــنــه ده!"
فريښــتې وویل: "زه د الله اســتازی یم تاته، او الله تعالی تاســره داســي میــنه کــوي لکه څرنــګه چي ته له خــپل ورور ســره مینــه کــوي!"

(د مسلم شريف صحيح حديث دى)

شريك يې کړئ

04/06/2019

د اختر معنی دا نه ده چي اسلام ختم شو؛ بلکې معنی يې د رمضـان ختمیدل دي!
الله مو رب دی، اسـلام مو دین دی، رسـول الله ﷺ مو پيغمبر دی!

د کوچنې اختر مهم آداب:۱- اختر کې خوښي او مسکا کول ستر عبادت دی. ۲- د اختر شپې له ماښام څخه تر د امام خطبي پيلولو پورې ډی...
04/06/2019

د کوچنې اختر مهم آداب:

۱- اختر کې خوښي او مسکا کول ستر عبادت دی.
۲- د اختر شپې له ماښام څخه تر د امام خطبي پيلولو پورې ډیر ډیر تکبیرونه ویل.
۳- د اختر په ورځ به دا تکبیرونه ویل کیږي: (الله أكبر، الله أكبر، لا إله إلا الله، والله أكبر، الله أكبر، ولله الحمد) .
۴- د اختر لمانځه لپاره ځان پریمنځل (غسل کول).
۵- د کوچنی اختر لمانځه نه مخکې خوراک کول.
۶- اختر لپاره روا ډول او سینګار کول (نوي جامي اغوندل، عطر کارول، نوي څپلۍ...).
۷- د اختر لمونځ په اخترځاي (عیدګاه) کي کول؛ (په عیدګاه کې د اختر لمونځ ډیر ثواب لرې).
۸- د اختر مبارکې ورکول، باید دا الفاظ وویل شي: (تقبل الله منا ومنکم)، په پښتو کې هم داسي ویل روا دی: الله تعالی مو نیک اعمال قبول کړه!.
۹- اختر لمانځه ته پيدل تګ او راتګ کول.
۱۰- د اختر لمانځه ته په بیله لار تګ، او بیا په بیلو لارو راتګ کول.
۱۱- له اختر لمانځه نه وروسته په کور کې دوه رکعته نفل کول.
۱۲- د خپلوانو او غریبانو پالل.

#اختر

03/06/2019

یا الله!
مونږ عادت وکړ؛ ته یې په عبادت قبول کړه 🤲
مونږ کمی وکړ؛ ته یې پوره کړه 🤲 مونږ سهوې او ګناهونه وکړل؛ ته مو وبخښه 🤲
آمین

03/06/2019

رسول الله ﷺ ويلي: (هغه كس دى تباه شي چي رمضان ورباندى تير شي او بښنه ورته ونشي)
الله دي مونږ ټولو ته په دی رمضان کې بښنه وکړي.آمین

03/06/2019

كيداې شي چې نن د رمضان اخرې روژه شې؛ خپل ځان، مور او پلار، او ټولو مسلمانانو ته له زړه
څخه دعا وكړئ؛
الله مونږ ټول وبښي؛ آمين آمين

کوښـــښ وکــړه چی کــوچنیانو تـه (ســـورت الفاتحـــة) پخپــــله ورزده کـــړی؛ ځـــکه تر کومـــه چی هغــــوی یې په هر وخـ...
03/06/2019

کوښـــښ وکــړه چی کــوچنیانو تـه (ســـورت الفاتحـــة) پخپــــله ورزده کـــړی؛ ځـــکه تر کومـــه چی هغــــوی یې په هر وخـــت او هر ځـــاي کي تلاوت کوی ســــتا به هم د هغـــوي په څـــیر ثوابــــونه کــــیږي!

01/06/2019

پيغله ګومان كوي چي واده به نشم! ځوان ګومان كوي چي دنده به ونه مومم!
دا ټول د شيطان له لورې سوچونه دي؛ د الله له رحمت هيله من ووسه!

Address

Makkah, Saudia Arabia
Mecca
21514

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اسلام په پښتو كې posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share