04/19/2026
🌿 بادرنجبویه څه شی دی؟
بادرنجبویه د نعناع له کورنۍ څخه یو شین او خوشبویه بوټی دی. د دې پاڼې د لیمو په شان خوشبویي لري، له همدې امله په انګلیسي کې ورته Lemon Balm وایي
☕ د دمنوش د تیارولو طریقه
یوه ګیلاس ګرمو اوبو کې:
۱ کاچوغه وچ بادرنجبویه واچوئ
۵–۱۰ دقیقې یې پرېږدئ
بیا یې صاف کړئ او وڅښئ
👉 که وغواړئ، شات یا لیمو هم ورزیاتولی شئ.
✅ د بادرنجبویه دمنوش ګټې
۱. د معدې لپاره
د ګاز، پړسوب او بد هضم کموي
د معدې درد اراموي
۲. د اعصابو لپاره
اعصاب اراموي
اضطراب او تشویش کموي
ذهني سکون زیاتوي
۳. د خوب لپاره
بېخوبي کموي
ژور او ارام خوب کې مرسته کوي
۴. د زړه لپاره
د زړه درزا منظموي
د زړه فشار کمولو کې مرسته کوي
۵. د معافیت سیستم لپاره
بدن قوي کوي
د زکام او سر درد لپاره ګټور دی
⚠️ احتیاط او ممکنه زیانونه
که ډېر زیات استعمال شي، سر ګرځېدل رامنځته کولی شي
د ټیټ فشار لرونکي کسان دې احتیاط وکړي
حامله ښځې دې د ډاکټر له مشورې پرته نه کاروي
له درملو (په ځانګړي ډول د اعصابو دواوو) سره دې احتیاط وشي
👥 چا ته مناسب دی؟
✔ هغه کسان چې:
د معدې ستونزې لري
اضطراب یا بېخوبي لري
عصبي فشار لري
❌ مناسب نه دی
ډېر ټیټ فشار لرونکو ته
حامله ښځو ته (بې له مشورې)
🕒 د استعمال مناسب وخت
د خوب نه مخکې (د ارام خوب لپاره)
د خوړو وروسته (د معدې لپاره)