مدرسه حفصه Madrassa HaFsa

  • Home
  • مدرسه حفصه Madrassa HaFsa

مدرسه حفصه Madrassa HaFsa Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from مدرسه حفصه Madrassa HaFsa, College & University, Block 3 Street 1 Ahmad Shah Baba Town Kabul AFG, .

Madrassa Hafsa is the largest Islamic Educational Center in Kabul for the islamic education of girls (mother sister daughter) and we have 2 branches in Kabul and 2 in Jalalabad.

دحضرت حفصه رضي الله عنها مدرسې زدکونکو تر منځدقران کريم د حسن قرائت او سيرت نبي سيالۍ اول نمره ، دوهم نمره ، او دريېم نم...
03/06/2022

دحضرت حفصه رضي الله عنها مدرسې زدکونکو تر منځ
دقران کريم د حسن قرائت او سيرت نبي سيالۍ اول نمره ، دوهم نمره ، او دريېم نمره زدکوونکي 1) محبت الله 2)سهيل احمد 3) محمد عمر. دوهم ځل لپاره به ستره سيالۍ کېږي. انشاء الله.
کولي شي چې تاسې هم په کې ګډون وکړي.

03/06/2022
17/05/2022
23/04/2022
06/03/2022
30/01/2022
13/12/2021
د خور د واده مې شپږ کاله ووتل خو زه يې کله کور ته نه وم تللی ، مور او پلار به مې کله کله اختر يا هم برات کې ورتلل ، يوه ...
05/11/2021

د خور د واده مې شپږ کاله ووتل خو زه يې کله کور ته نه وم تللی ، مور او پلار به مې کله کله اختر يا هم برات کې ورتلل ، يوه ورځ په خپل اطاق کې ناست وم چې ښځې مې راته په خبرو پيل وکړ ، سړيه خفه نشې خو دا ستا خور چې دلته راځي بچي يې د ټول کور حالت ګډ وډ کړي، خرچې ډبلې شي او کور هم ګډ وډ کړي، او ستا مور خو نو کله مونږ نه پټ ورته د صابون پاکټونه په پنډ کې ږدي کله ورته کالي ورکوي او کله خو لا ورته د وريجو څخه يې هم پلاستيک ډک کړی وي نو ته داسې وکړه چې مور ته دې ووايه دا خو زمونږ کور دی کوم د خيرات او زکات مرکز خو نه دی دا کارونه دې نور دلته کوي...!

د ښځې په دې خبرو سره مور ته ډير غصه شوم چی په دې سختۍ يې زه ګټم او مور يې خور ته مې ورکوي ..!

ورځې تيريدې چې يوه ورځ مې خور کور ته بيا راغلې وه وړوکي بچي يې د ماما کور په ګڼلو او خوشحالۍ له وجې منډې رامنډې وهلې چې د ټي وي ريموټ يې مات کړ
زه مې مور ته ورغلم ورته مې وویل چې خور ته مې ووايه دلته صرف د اختر په ورځو کې راځي او بس نور دې نه راځي!
او مورې دا ته چې کوم صابون وريجې او د کور سامان ورکوې کنه دا نور بند کړه دا کيسې دې زما نه دي خوښې ، مور مې غلې ناسته وه هيڅ يې نه ويل ، ګويا هغې سره هم خپل د سرپناه غم وو ځکه چې نن سبا خو زامن چې واده وکړي بيا مور او پلار هم هير کړي او يا هم زما د خور بې وسۍ يې هوش او هواس غلي کړي وو!

زه پوه نه وم خو خور مې زما ټولې خبرې په بله کوټه کې اوريدلې وې ، هيڅ يې هم راته و نه ويل ، مازيګر څلور بجې شوې خور مې خپل بچي تيار کړي وو ، راغږ يې کړل وروره مونږ خو دا د موټرو تر هډې پورې لږ ورسوه ، ما ورته د دروغو يو ست وکړ چې څو ورځې به دې تيرې کړې وې کنه ، خور مې مسکۍ شوه وای نه وروره خير ويسې د ماشومانو رخصتي خلاصه شوې ده بايد مونږ لاړ شو ... 😥

څه وخت وروسته مونږ دواړو ورونو خپل منځ کې ځمکه تقسيموله چې مور مې خور هم راغوښتې وه ، مور مې په دې تاکيد کاوه چې بايد خور ته هم يو څه برخه ورکړئ خو مونږ مکمل د خور له برخې انکار وکړ او ورته مو ويل چې هيڅ حق يې نشته ، خور ته مې يو څه بدې ردې هم وويلې ، خو هغه غلې ناسته وه ، له شا مې ښځې هم را غږ کړ چې دا خو د سوال ځای نه دی زمونږ خپله بچي همدې ځمکې ته ناست دي هر څوک دې خپل کار کوي ....!

مشر ورور مې بيل شو څه وخت وروسته زما يو زوی په يوه داسې ناروغۍ واوښته چې له مال حال او دارايۍ يې خلاص کړم ، نور راسره هيڅ نه وو پاتې چې پرې يې ولګوم
ښه قرضداری هم شوم ، د کور د خوراک څښاک لپاره د سودا اخيستلو لپاره د‌پيسو هم څه درک نه لګيده , تنها په خپل اطاق کې په همدې غمونو کې ډوب ناست وم ، شايد پر خپل حالت مې ژړل ... ، چې په دې وخت کې مې خور زمونږ کره راغله ، ما د ستړي مشې څخه لا مخکې له ځانه سره وويل چې دا منحوسه خو بیا راغله ، دې وخت کې خور مې راغله او له ما سره کيناسته ، ما مې ښځې ته وويل چې يو څه تيار کړه راغږ يې کړ وای هوټل نه دی ، او نه د څه تيارولو ضرورت شته ، نه يې شم کولای دا‌ پخلي ...!

خور مې غلې ناسته وه ، هيڅ يې و نه ويل ، لکه چې هيڅ يې څه نه وي اوريدلي ، وروسته را نژدې شوه ، وروره خفه یې؟
په سر يې راته لاس کيښوده راته په نرمه او غلې لهجه يې پيل وکړ وروره مشره خور يم ستا ، په غيږ کې مې را لوی کړی يې پوهيږم مشکلاتو را حصار کړی يې ، له سترګو يې په معصوم چاودلي مخ نا ګهانه څو وار بې واره اوښکې راغلې ، څو ځل يې دا الفاظ تکرار کړل (خور دې له تا قربان شي وروره ) راته يې کړل دا وګوره کنه څو تاره ويښته دې هم سپين شوي دي ولې فکرونه کوې ها؟
وروره بچي مې مکتب کې وو ما ويل په منډه به مې دا ورور وګورم نو ځه راغلم 😥

خبرې يې ډيرې اوږدې نه کړې شايد زمونږ او د ښځې په رويه او خبرو يو څه نا اميدي شوې وه خو خپلې مينې نه پريښوده چې لرې پاتې شي ، خپل د څادر پيڅکې ته يې په لاس کړ يوه تړلې غوټه يې ترې را خلاصه کړه راته يې ويل ته ليونی يې هسې خفه کيږې ، او له همدې سره يې ترې د خپل ناوېتوب څلور د سرو زرو بنګړي راکړل ، هن واخله وروره دا خرڅ کړه يو څه وخت خو به دې د کور خرچه او د زوی علاج شي ، بيا ترې له څنګ لږې څوليدلې پيسې راواخيستې چې د ټيکري پيڅکه کې يې تړلې وې ، دا ټول د لس ، شل او پنځوسو روپيو نوټونه وو ګويا همدا يې يوه پاسره او جمع شوې خزانه وه ...!

زما له خولې هيڅ خبره نه وتله شايد‌ په کړيو کارونو مې پښيمانتيا همداخاموشي وه ...!

راته يې کړل وروره ستا دې قسم وي که د دې بنګړيو باره کې به چاته څه وايې په تندي يې له مينې ښکل کړم هماغه ټولې کړې زر روپۍ يې راکړې وای وروره په دې مې وریرونو ته غوښه راوړه چې خوشحاله شي ، نور يې د خبرو تاب نه درلود همداسې په اوښلنو سترګو تېزه تېزه روانه شوه شايد خپلې اوښکې يې له ما پټول غوښتل کومې يې چې له ما سره د مينې په خاطر توئيدلې ....!

چې روانه شوه شاته پښو ته مې چې ليدل شکيدلي او څو ځايه ګنډل شوي بوټان يې پښو کړي وو ، يو زوړ ټيکری يې پر سر وو ، هر وخت به چې راتله همدا يو ټيکری به يې پر سر وو شايد د بل د اخيستو توان يې نه وو ، زه په دې صحنه کې د خور فداکارۍ ته حيران پاتې وم او هيڅ مې نشو ويلای............ 😓

مونږ ورونه څومره خودخواه او مطلبي يو کنه؟
خور په يوه شيبه کې پردۍ کړو ، د خپلې ښځې په خبرو په راتګ یې تنګيږو ، حال دا چې د خور د کال پس راتګ د خوشحالۍ هيلې همدې څو ورځو ته وي ...😥

مونږ يې هيڅکله نه درک کوو خو دوۍ ټوله ورځ د ورور په فکر کې وي او لږ ذره درد يې هم نشي زغملی!

د حقيقت په پوهيدو او دې حالت ليدو سره ما په لاس کې د خور بنګړي نيولي وو او په غير ارادي شکل مې په چغو چغو ژړل ، په زړه کې به راغلل چې په خپل کور کې به خدای خبر څومره په تکليف کې وي څومره سختي به په يو پردي کور کې تيروي خو مونږ ورسره څه کوو؟

قدرمنو ورونو له ليکنې او واقعې هدف دا چې راځئ خويندو ته مينه ورکړو ، د حال احوال پوښتنه يې وکړو ، کور ته په راتګ یې رحمت وګڼو نه بوج او د خپلو ټولو مسلمو حقوقو څخه یې برخمنې کړو، په رب باور وکړئ خویندې لکه فرشتې ورونو ته معصوم زړه او اراده لري نو قدر يې وکړئ!

يادونه: ياده ليکنه مې د ټولنې د اصلاح او خويندو د حقوق په خاطر د يوې وړې واقعې څخه په اخذ ترتيب او وژباړله اکثره برخې مې یې د ټولنی حالاتو ته په ليدو سره وليکلې تر څو د لنډې کيسې بڼه خپله کړي!

ژوند لنډ دی شايد زمونږ په څو تورو د يوې نازولې خور او ورور مينه بيرته را ژوندۍ شي!
خور دوهمه مور ده!
ما چې کله ليکنه ليکله خپله مې ورته ښه ژړلي ، او په اوښلنو سترګو مې هر څه ليکلي نو که تاسې هم غمجن شوئ ستاسې د دل ازارۍ بښنه به راته کوئ ، خو دا هغه څه دي چې زمونږ ستاسې خويندې يې هره ورځ ويني او ورسره مخ کيږي 😥

په احترام
ډاکټر شرافت زمان امر

د ټولنې د اصلاح او خويندو د حقوقو په خاطر يې حتمي شئير کړئ!
کاپي

28/08/2021



سُبْحَانَكَ اللهُمَّ پاکي ده تالره اى الله!
وَبِحَمْدِكَ او تالره ثنا ده
وتَبَارَكَ اسْمُكَ او برکت والا دى نوم ستا
وَتَعَالَى جَدُّكَ او لوړ دى شان ستا
وَلَاإِلَهَ غَيْرُكَ نشته د عبادت لايق بې له تانه

أَعُوذُ پناه غواړم
بِاللَّهِ په الله تعالى
مِنَ الشَّيْطَانِ د شيطان
الرَّجِيمِ رټلي شوي نه

بِسْمِ اللَّهِ شروع کوم په نوم د الله
الرَّحْمَنِ چې عام مهربانه دى
الرَّحِيمِ خاص رحم کوونکى دې

. اَلْحَمْدُ ټول صفتونه
لِلّٰهِ خاص الله لره دى
رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ۝۱ چې تربيت کوونکى د مخلوقاتو دى
الرَّحْمٰنِ چې عام مهربان دى
الرَّحِیْمِۙ۝۲ خاص رحم کوونکى دى
مٰلِكِ یَوْمِ الدِّیْنِؕ۝۳ واکدار د قيامت د ورځې دى
اِیَّاكَ خاص تاته
نَعْبُدُ عبادت کوو
وَ اِیَّاكَ او خاص تا نه
نَسْتَعِیْنُؕ۝۴ مدد غواړو
اِهْدِنَا برابر کړې موږ
الصِّرَاطَ په لار
الْمُسْتَقِیْمَۙ۝۵ نيغه باندې
صِرَاطَ الَّذِیْنَ په لاره د هغه کسانو
اَنْعَمْتَ چې تا فضل کړى
عَلَیْهِمْ١ۙ۬ۦ په هغوى
غَیْرِ نه لار د هغه کسانو
الْمَغْضُوْبِ چې غضب کړى شوى
عَلَیْهِمْ په هغوى
وَ لَا الضَّآلِّیْنَ۠۝۷ او نه لارد ګمراهانو
آمين اى الله! زموږ دعاء قبوله کړې

الله اکبر (الله تعالى ډېر لوى دى)

قُلْ هُوَ اللّٰهُ ووايه، هغه الله تعالى
اَحَدٌۚ۝۱ يو دى
اَللّٰهُ الله تعالى
الصَّمَدُۚ۝۲ بې نيازه دى
لَمْ یَلِدْ١ۙ۬ نه يې څوک زېږولى
وَ لَمْ یُوْلَدْۙ۝۳ او نه له چانه زېږيدلى
وَ لَمْ یَكُنْ لَّهٗ او نشته دهغه لپاره
كُفُوًا برابر
اَحَدٌ۠۝۴ هېڅوک
الله اکبر الله تعالي ډېر لوې دې
سُبْحَانَ پاکي ده
رَبِّيَ الْعَظِيمِ رب زما لره، چې لوى دى
سَمِعَاللهُ اوري الله تعالى
لِمَنْ وينا د هغه چا
حَمِدَهُ چې صفت يې کوي

رَبَّنَا اى ربه زموږ
لَكَ الْحَمْدُ تالره صفت دى

الله اکبر (الله تعالى ډېر لوى دى)

سُبْحَانَ پاکي ده
رَبِّيَ رب زما لره
الْأَعْلَى چې اوچت دى

الله اکبر (الله تعالى ډېر لوى دى)

التَّحِيَّاتُ ټول وينا والا عبادتونه
لِلَّهِ خاص الله لره دي
وَالصَّلَوَاتُ او ټول بدني عبادتونه
وَالطَّيِّبَاتُ او ټول مالي عبادتونه
السَّلاَمُ عَلَيْكَ سلام دې وي په تا باندې
أَيُّهَاالنَّبِيُّ اى پېغمبره
وَرَحْمَةُاللَّهِ او رحمت د الله تعالى
وَبَرَكَاتُهُ او برکتونه د هغه ( الله تعالی)
السَّلاَمُ علينا سلام دي وي پر مونږ باندې
وَعَلَى او په
عِبَادِ بنده ګانو
اللَّهِ د الله تعالى
الصَّالِحِينَ نېکانو باندې

أَشْهَدُ زه ګواهي کوم
أَنْ لاَإِلَهَ چې نشته د عبادت لايق
إِلَّا اللَّهُ مګر الله تعالى دى
وَأَشْهَدُ او زه ګواهي کوم
أَنَّ مُحَمَّدًا چې بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم
عَبْدُهُ بنده د هغه (الله تعالی) دى
وَرَسُولُهُ او استازى د هغه (الله تعالی) دى

اللَّهُمَّ اى الله جل جلاله
صَلِّ رحم وکړې
عَلَى مُحَمَّدٍ په محمد صلی الله علیه وسلم
وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ او په کورنۍ د محمد صلی الله علیه وسلم
كَمَاصَلَّيْتَ لکه څرنګه چې تا رحم کړى
عَلَى إِبْرَاهِيمَ په ابراهيم عليه السلام
وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ او په کورنۍ د ابراهيم عليه السلام
إِنَّكَ بې شکه ته
حَمِيدٌ ستايلى شوى
مَجِيدٌ لوړ شان والا يې

اللَّهُمَّ بَارِكْ اى الله برکت و اوروې
عَلَى مُحَمَّدٍ په محمد صلی الله علیه وسلم
وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ او په اولادې د محمد صلی الله علیه وسلم
كَمَا بَارَكْتَ لکه تا چې برکت اورولى وو
عَلَى إِبْرَاهِيمَ په ابراهيم عليه السلام
وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ او په اولادې د ابراهيم عليه السلام
إِنَّكَ بېشکه ته
حَمِيدٌ ستايلى شوى
مَجِيدٌ لوړ شان والا يې.

اللَّهُمَّ اى الله
رَبَّنَا زمونږ ربه
آتِنَا راکړې مونږ ته
فِي الدُّنْيَا په دنيا کې
حَسَنَةً نېکي
وَفِي الآخِرَةِ او په اخرت کې
حَسَنَةً نېکي
وَقِنَا او وساتې موږ
عَذَابَالنَّارِ د عذاب د اور نه.

شير کول يې صدقــــــــه جاريه ده.

Address

Block 3 Street 1 Ahmad Shah Baba Town Kabul AFG

19000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when مدرسه حفصه Madrassa HaFsa posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to مدرسه حفصه Madrassa HaFsa:

Shortcuts

  • Want your university to be the top-listed University?

Share